د عراق د ملي امنيت پخواني مشاور موفق الربيعي د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين د اعدام په اړه له نوي راز څخه پرده پورته کړې.
نوموړی وايي چې صدام د امريکا د هغه مهال د ولسمشر جورج بوش په امر او د لومړي وزیر نوري المالکي له لوري اعدام شو.
الربیعي وويل:په يوه خبري ناسته کې بوش له مالکي وپوښتلچې له صدام سره مو څه وکړل، مالکي ورته وويل په دار کوو یې، نو بوش د هو په ډول ګوته وخوځوله او په دې سره د صدام د اعدام هلې ځلې پيل شوې.
ده وویل، منم چې صدام په ځينو جرمونو کې لاس لاره، خو هغه د ژوند تر پايه ډير پياوړی و او زیاتوي چې ځينو ويل چې صدام بې هوښه شوی و يا دا چې د درملو تر اغيز لاندې راغلی و دا به تاريخ روښانه کړي خو بايد يو څه و وايم چې تر پايه ډار شوی نه و او ډير پياوړی و.
صدام پر عراق د امريکې تر تيري وروسته د ۲۰۰۶ ډسمبر د مياشتې په ۳۰ نېټه او د لوی اختر په لومړۍ ورځ په دار شو.
الربيعي په دې مرکه کې وويل:کله مې چې صدام را ووست لاس يي تړلي و يوه نسخه قرآن کريم ورسره و د قاضي خونې ته مې بوته، کله چې قاضي ورته سزا اوروله نو صدام ويل مرګ پر امريکا، مرګ پر اسراييلو ژوندی دې وي فلسطين او مړه دې وي پارس پالي.
نوموړی واي کله مو چې صدام د دارخونې ته بوته دار يی وليد ماته يي وکتل په ځير ځير کتو کې راته وويل چې دار د سړو لپاره وي.
نوموړی زياتوي د صدام پښې تړلې وې د دې وړ نه و چې دار ته پورته شي نو اړ شو چې د دار تختې ته يي ور پورته کړو.
نوموړي په خپله مرکه کې ويلي دي ځينې شعار ورکاوو چې ژوندی دی محمد باقر صد، مقتدي مقتدي، خو صدام يي په ځواب کې ويل آيا ستاسو نارينه توب همدومره دی.
د ملي امنيت ياد مشاور وايي چې د صدام وروستۍ خبرې د شهادتین کليمه وه او نور د تل لپاره غلی شو.
ربيعي وايي ما د دار پړی را کش کړ خو کار يی ونکړ وروسته بل کس راغلی او د دار پړی يی را کش کړ.
الربيعي وايي تر اعدام وروسته مو د صدام مړی هلیکوپتر ته ور پورته کړ څو يي المالکي ته ور وړو ان تر هغه ځايه په همدې تخته ايښی و.
ربيعي وويل: مالکي په خپل کور کې زموږ ددې کار ستاينه وکړه ، ماته وويل چې آفرين ما ورته وويل چې کيدای شي ويي ګورې مالکي راغلی او صدام حسين بې روح جسد ته چې په دار شوی په ځير ځير يي وکتل.
افغانستان